برازیل کې په کرونا ویروس د مړینو شمېر تر ۵۰۰،۰۰۰ واوښت 

برازیل کې د کرونا له امله د وژل شویو کسانو ډله ییز قبرونه

په برازیل کې په کرونا ویروس د مړینو رسمي شمېر تر ۵۰۰،۰۰۰ واوښت.

له دې سره برازیل د امریکا تر متحدو ایالاتونو وروسته دویم هېواد شو چې په کرونا ویروس ډېر کسان په کې مړه شوي دي.

په برازیل کې د مړو شمېر پرون په داسې حال کې تر ۵۰۰زرو واوښت چې په زرګونو کسانو د کرونا وبا د مهارولو لپاره د ولسمشر ژایر بالسونارو پر اقداماتو د اعتراض لپاره لاریون وکړ.

په برازیل کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۸ میلیونو ته رسېدلی دی.