توماس نیکل­سن د طالبانو له استازو سره پر ګڼو مسایلو غږیدلی

دوحه کې د طالبانو استازي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سرپرست ځانګړي استازي وویل، په قطر کې یې د طالبانو له استازو سره په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت د دوام پر اهمیت او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

توماس نیکل­سن نن په خپل ټویټر کې لیکلي، تېر ماښام یې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر سره دا موضوعات شریک کړل.

هاخوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، محمد نعیم ویلي د طالبانو استازو په دې کتنه کې د خیریه سازمانونو، ډیپلوماتانو او د دغو سازمانونو د کارکوونکو د خوندیتوب ډاډ ورکړ: "په ناسته کې همدا راز په افغانستان کې د نړیوالو موسساتو او سفارتونو د بهرنیو او محلي کارمندانو د امنیت په اړه خبرې وشوې."

ښاغلي نیکل­سن ویلي چې د طالبانو له استازو سره یې د مذاکرو له لارې د افغانستان د روانې کشالې د حل پر اهمیت هم بحث وکړ.