ارمنستان کې خلک نن پارلماني ټاکنو کې خپلې رایې کاروي

ارمنستان کې ټاکنې

په ارمنستان کې خلک نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) تر وخت مخکې پارلماني ټاکنو کې خپلې رایې کاروي.

وروسته له هغې چې ارمنستان له اذربایجان سره د لانجمنې سیمې نګرنو قره باغ پر سر د شپږو اوونیو لپاره جګړه وکړه، په دغه هېواد کې له څو میاشتو کړکېچ اوج ته رسېدلی و.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان، د اپوزیسیون د لاریونونو او مخالفتونو له کبله تر وخت مخکې پارلماني ټاکنو اعلان وکړ.

دا لاریونونه او مخالفتونه د پاشنیان له خوا له اذربایجان سره د هغې جګړې په تړاو پیل شول چې بالاخره په نوومبر میاشت کې د روسیې په منځګړیتوب د اوربند موافقې تر لاسلیک وروسته پای ته ورسېده.

د ارمنستان تر وخت مخکې پارلماني ټاکنو ته د رایې ورکولو تر ۲۰۰۰ زیات مرکزونه پرانیستل شوي دي.

په دغه هېواد کې دوه میلیونه او شپږ لکه کسان د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي. اټکل کېږي د دغو ټاکنو لومړنۍ نتیجه نن ناوخته اعلان شي.