۲۰۵ اتل قول اردو: ارزګان کې ۴۳ طالبان وژل شوي

ارزګان کې امنیتي ځواکونه

۲۰۵ اتل قول اردو په ارزګان ولایت کې د ۴۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ۲۸ نورو د ټپي کېدو ادعا وکړه.

د دغې قول اردو، مرستیال ویاند صادق عیسی، نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) سهار رسنیو ته وویل، دغه عملیات پرون شوي: "د افغان هوايي ځواکونو په ملاتړ، د ارزګان ولایت په چوره او خاص ارزګان ولسوالیو کې تصفیوي، کومانډويي او هوايي عملیات شوي دي. په دغو عملیاتو کې ۴۳ وسله وال ترهګر ووژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شول."

۲۰۵ اتل قول اردو په بله اعلامیه کې پرون د کندهار په میوند او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې هم د ۱۱ طالبانو د وژلو او ۷ نورو د ټپي کولو ادعا کړې ده.

بل خوا د ننګرهار مطبوعاتي دفتر بیا په شېرزادو او حصارک ولسوالیو کې د ۲۱ وسله والو طالبانو د وژلو او ۸ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

دغه دفتر نن په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه شمېر وسلهوالو ته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

پر دغو پېښو د وسله والو طالبانو ویاندویانو تبصره نه ده کړې.