د مسکو په مرکزي برخه کې پرون شنبه (د غبرګولي ۲۹مه) په یوه زېرمتون کې اور ولګېد چې څو ساعته یې دوام وکړ، خلک وارخطا کړل.
لوژنیکي لوبغالي ته نژدې په دغه زېرمتون کې د اټکل له مخې د اور لوبو ۱۵ ټنه پټاقۍ ساتل کېدې.
د اوبو درې ټانکر لرونکو هلیکوپټرو او یوې بیړۍ یې د وژلو هڅه کوله.
په دې پېښه کې د درې اور وژونکو او د دغه زېرمتون د یوه کار کوونکي د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د ځینو راپورونو له مخې د دغه زېرمتون په ګاونډ کې په یو شمېر ودانیو کې هم اور بل شوی دی.