قریشي: د افغانستان پر وړاندې د اسلام اباد پالیسي بدله شوې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، د خپل ګاونډي افغانستان پر وړاندې د اسلام اباد پالیسي بدله شوې او د راتلونکې داسې یوه نظام ملاتړ کوي چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وي.

ښاغلي قریشي دغه څرګندونې له طلوع نیوز سره په مرکه کې چې پرون شنبې(د غبرګولي ۲۹مه) خپره شوه، کړي او ویلې یې دي چې په افغانستان کې روغه جوړه، یو د بل په خوا کې ژوند کول او د ټولو افغانانو په منځ کې خبرې د سولې د خبرو د پرمخ بیولو یوازینې لاره ده.

د قریشي په خبره یوه امن او ثبات لرونکی افغانستان د پاکستان په ګټه ځکه دی چې موږ ته له سیمې سره د نښلولو امکانات برابروي: "یوه سوله ییز او باثباته افغانستان یوازې د افغانستان اړتیا نه بلکې پاکستان هم دا شی غواړي. موږ له دې ګټه اخلو."

قریشي دا رد کړه چې ګنې هېواد یې په خپله خاوره کې طالبانو ته ځای ورکړی او ویې ویل چې د دوی اکثره مشران په افغانستان کې دي.

هغه تور چې کابل تل پر اسلام اباد لګولی دی.

قریشي زیاته کړه، هڅه کوي چې د سولې په پروسه کې رغنده رول ولوبوي او له له طالبانو سره تماسونه د دې لپاره دي چې د سولې د خبرو لپاره اسانتیا رامنځ ته شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالي ته په اشاره وویل، هېواد یې دې ته اندېښنه چې افغانستان بیا په کورنۍ جګړه کې ښکېل نه شي.

نوموړي همدارنګه هغه راپورونه چې وایي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته پاکستان لېوالتیا ښکاره کړې چې په خپله خاوره کې امریکا ته اډې ورکړي چې له هغه ځایه عملیات مخ ته یوسي، رد کړل.