شهرزاد اکبر: د تأسیساتو د ورانولو دوام د افغانستان د ورانولو دوام دی

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره په افغانستان کې د تاوتریخوالي او ټولګټو تأسیساتو د ورانولو دوام، د یوه هېواد د ورانولو لپاره جګړه وبلله.

شهرزاد اکبر پرون شنبه (د غبرګولي ۲۹مه) په یوه ټویټ کې وویل چې د طالبانو له خوا د ټولګټو تاسیساتو د ورانولو، پر اسیرانو ډزې او د ولسوالیو اقتصادي محاصره هغه اعمال دي چې په ښکاره له دیني اساساستو او نړیوالو بشر دوستانه حقوقو سره په ټکر کې دي.

د اغلې اکبر په وینا د دغو اعمالو دوام په افغانستان کې د انساني منابعو او د تاسیساټو د بشپړ ورانولو ښکارندویي کوي.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې ښیي وسله وال د فراه د اناردرې ولسوالۍ ودانۍ ورانوي.

طالبانو د دغې ویډیو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو په تېر کې یې ویلي و چې ټولګټې تاسیسات نه ورانوي.