د سایبریا په کیمیروفو سیمه کې لږ تر لږه ۴ کسان هغه وخت مړه شول چې د پراشوټ بازانو یوه تفریحي الوتکه د تمرین پر مهال په یوه هوايي اډه کې نسکوره شوه.
په L-410 ډوله الوتکه کې د موجودو کسانو د شمېر په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکړل شوي وو.
چارواکو وروسته وویل چې په پېښه کې ۴ کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د تحقیقاتو د فډرال ادارې یوې محلي څانګې ویلي، الوتکه هوايي اډې ته په ستنېدو وه چې یوه پېلوټه د ماشین د خرابۍ راپور ورکړ.
الوتکې ظاهراً یوه ونه په خپل وزر سره غوڅه کړه نسکوره شوه.