د پاکستان د کرکټ سوپرلیګ؛ د لومړي پړاو وروستۍ سیالۍ نن دي

د پاکستان د کرکټ د سوپر لیګ سیالۍ

نن شنبه به (د غبرګولي ۲۹مه) د پاکستان د کرکټ د سوپر لیګ سیالیو د لومړۍ پړاو دوه وروستۍ لوبې ترسره شي.

په دې سیالیو کې کراچۍ لوبډله د کویټې او اسلام اباد د ملتان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي.

د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې ملتان لوبډلې لاهور لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.

لاهور لوبډلې پچه وګټله او مقابلې لوبډلې ته يې د منډو بلنه ورکړه.

ملتان لوبډلې په ټاکلو شلو اوورونو کې ۱۷۰ هدف وټاکه، خو لاهور لوبډلې ونه شو کړای دا هدف پوره کړي او دا سیالۍ د ۸۰ منډو په توپیر وبایلله.

د دې سیالیو د نیمه پایلوبو پړاو به د روانې میلادي میاشتې په ۲۱ مه نېټه پیلېږي چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ راځي.

اوس مهال اسلام اباد او ملتان لوبډلې د نومرو په جدول کې لومړی او دوهم ځای لري، پېښور زلمي او لاهور قلندر لوبډلو بیا د جدول دوهم او درېیم ځای خپل کړی دی.