افغانستان: د روان کال لومړیو ۳ میاشتو کې ۱۸۴۰۰ کورنۍبې ځایه شوي

ارشیف، یو شمېر بې ځایه شوي افغان کډوال

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۱۸۴۰۰ کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

د دغه وزارت یوه ویاند عبدالباسط انصاري نن شنبه (د غبرګولي ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه شمېر کورنۍ شااو خوا ۱۲۸۸۰۰ کسان کېږي: "سږکال ۱۸۴۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي. که پر ۷ ضرب کړو، شمېر یې ۱۲۸۰۰ کسان کېږي. دوی د جګړو او ناامنیو له کبله په بېلابېلو ولایتونو لکه کندهار، هلمند، فراه، کندز، لغمان، بغلان او ځینو نورو ولایتونو کې بې ځایه شوي دي."

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ډېرو کورنیو د بې ځایه کېدو علت په افغانستان کې د ناامنیو زیاتېدل ګڼي.

دغه وزارت وايي، تېر لمریز کال په افغانستان کې ۹۲،۰۰۰ کورنۍ د جګړو او نورو ستونزو له کبله بې ځایه شوې وې.