ایران کې ټاکنې؛ ابراهیم رییسي ته د بریا مبارکي ورکړل شوه

ابراهیم رییسي

که څه هم د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو رسمي نتایج نه دي اعلان شوي، خو د ولسمشرۍ کاندیدانو عبدالناصر همتي او محسن رضايي میرقاید، ابراهیم رییسي ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې ده.

د ازادي راډیو د ایرانۍ څانګې، راډیو فردا د راپور له مخې دغو دوو کاندیدانو رییسي ته په جلا- جلا پیغامونو کې د بریا مبارکي ویلې ده.

په ایران کې د ولسمشرۍ د پرونیو ټاکنو د رایو شمېرنې له بهیره د اوو ساعتونو له تېرېدو وروسته هم د نتایجو په اړه رسمي ارقام نه دي خپاره شوي.

لا معلومه نه ده، د څلورو کاندیدانو: محسن رضايي میرقاید، ابراهیم رییسي، امیر حسین قاضیزاده هاشمي او عبدالناصر همتي له منځ څخه به کوم یو د ایران نوی ولسمشر شي؟

د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې په حواله، په پام کې ده ابتدايي نتایج نن پر ځایي وخت ماسپښین او نهايي نتیجه سبا علان شي.