خوست کې د ځنغوزيو او چهارمغزو ۳۶۰ کورني قوریې جوړ شوي

د جلغوزيو او چهارمغزو قوریې

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په خوست ولایت کې د طبیعې ځنګلونو د خوندي کولو او بیارغولو په پار د جلغوزيو او چهارمغزو ۳۶۰ کورنۍ قوریې جوړې شوي دي.

د دې وزارت له لوري په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي دي چې یادې قوریې د خوست په موسی خېلو، ځاځي میدان، تڼي، سپېره او شمل دومنده ولسوالیو کې جوړې شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې په دې پروژه ۶۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

د اعلامیې د معلوماتو له مخې په دې قوریو کې ۲ میلیونه نیالګي د درې کالو په موده کې روزل کېږي او وروسته په یادو شوېو ولسوالیو کې ځنګلونو ته انتقالېږي چې ۲۷۰۰ هکتاره ځمکه تر پوښښ لاندې راولي.