سپینه ماڼۍ: که روسیه پر اوکراین کې تیری وکړي کیف سره مرستې کوو

د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي

سپینه ماڼۍ وایي، که روسیه په اوکراین کې نور پوځي تیری وکړي نو متحد ایالاتونه به له کیف سره په نظامي برخه کې مرستې وکړي او دا مرستې یې چمتو کړي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون جمعه(د غبرګولي ۲۸مه) په یوه بیان کې وویل، په وروستیو کې د رسنیو دا راپورونه بې بنسټه دي چې متحد ایالاتونو له اوکراین سره نظامي مرستې درولي دي.

پولیټیکو او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو تېره اوونۍ راپور ورکړی وو چې ولسمشر جو بایډن له اوکراین سره د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت د وسلو په ګډون، پوځي مرستې درولي دي.

د امریکا متحد ایالاتونو له دوه زره څوارلسم کال را په دې خوا له اوکراین سره په پوځي برخه کې تر دوه نیم میلیاډه ډالرو ډېرې مرستې کړي دي.

جین ساکي وویل، تېره اوونۍ د امریکا او روسیې د ولسمشرانو د غوندې په درشل کې واشنګټن د یو نیم سل میلیونه ډالرو په ارزښت په امنیتي برخه کې د وسلو په ګډون اوکراین ته مرستې چمتو کړي.