روسیه کې د کرونا تازه څپې؛ خلکو ویروس بابېزه بللی

روسیه کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د اخته ناروغانو د درملنې پر مهال

د روسیې حکومت په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د تازه څپې علت په خلکو کې د دغه ویروس بابېزه بلل یاد کړ.

بل‌خوا د پلازمېنې مسکو ښاروال سرګي سوبیانین د جون میاشتې تر ۲۹مې د تېرې اوونۍ د لګول شویو محدودیتونو د تمدید اعلان وکړ.

د کرملېن ویاند دمیتري پېسکوف وویل، په روسیه کې د واکسین کمپاین له تمې سره سم اغېزناک نه‌دی تمام شوی.

ده زیاته کړې چې ولسمشر ولادیمیر پوتین وضعیت له نږدې څاري.

د مسکو ښاروال تر دې مخکې د هغې ساحې د بندولو اعلان هم وکړ چې خلک په‌کې د اروپا د ملتونو جام یا یورو ۲۰۲۰ د مسابقو نندارې ته راټولېدل.

ښاروال پر یوه ځای تر ۱،۰۰۰ د زیاتو کسانو راټولېدل منع کړي دي.

په روسیه کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵ ملیونو او ۳ لکو ته رسېدلی او د مړو شمېر هم یو لک او ۲۸،۰۰۰ ته نږدې شوی دی.

خو اټکل کېږي چې واقعي شمېر به خورا زیات وي.