د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هلمند ګرشک ولسوالۍ له وسلهوالو طالبانو تصفیه او په بشپړ ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په کنټرول کې ده.
د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن په یوه ټویټ کې ویلي، په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې وسلهوالو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
تر دې مخکې دفاع وزارت په دوو اعلامیو کې په دې ولسوالۍ کې د ۲۷ وسلهوالو د وژل کېدو او ۳۵ نورو د ټپي کېدو ادعا کړې وه.
هاخوا د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطا الله افغان ازادي راډیو ته ویلي چې نن تر غرمې مخکې د ګرشک ولسوالۍ بازار، د امنیه قوماندانۍ او ملي امنیت ودانۍ د وسلهوالو لهخوا نیول شوي دي.
وسلهوالو طالبانو هم د دې ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.
بلخوا د هلمند ځینو فعالانو د «ګرشک ولسوالۍ وژغورئ» په نوم په ټولنیزو شبکو کې یو کمپاین پیل کړی او له حکومتهیې غوښتنه کړې چې د دې ولسوالۍ د امنیت د ښه کېدو لپاره ګامونه واخلي.