د افغانستان دفاع وزارت: هلمند کې ۲۷ وسله‌وال طالبان ووژل شول

ارشیف، هلمند کې د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په هلمند ولایت کې په دوو جلا پېښو کې ۲۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې د ګرشک ولسوالۍ په «سیمنیار دښته» سیمه کې پرون د هوايي او ځمکنیو ځواکونو په عملیاتو کې د سرې قطعې د ۱۶ غړو په ګډون د ۱۹ وسله‌والو طالبانو د وژلو او ۱۲ نورو د ټپي کولو ادعا وکړه.

وزارت په بله اعلامیه کې پرون په ګرشک ولسوالۍ د ۸ وسله‌والو د وژلو او ۲۳ نورو د ټپي کولو ادعا کړې ده.

بل‌خوا د هلمند ځینو فعالانو د «ګرشک ولسوالۍ وژغورئ» په نوم په ټولنیزو شبکو کې یو کمپاین پیل کړی او له حکومته‌یې غوښتنه کړې چې د دې ولسوالۍ د امنیت د ښه کېدو لپاره ګامونه واخلي.