ملګري ملتونه: تېر کال نړۍ کې نږدې ۳ ملیونه وګړي له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي

ارشیف، کندهار کې یو شمېر بې‌ځایه شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، تېر میلادي کال د افغانستان په ګډون په نړۍ کې نږدې ۳ ملیونه وګړي له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

دغې ادارې نن په خپل کلني راپور کې ویلي، له کرونا وبا سره سره دغه کسان د جګړو، ناامنیو، مجازاتو او له بشري حقونو د سرغړونو له کبله له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ شوي دي.

ملګرو ملتونو د نړۍ له رهبرانو غوښتنه کړې چې د زیاتېدونکي بې‌ځایه کېدو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په حواله، ۷۰ فیصده بې‌ځایه شوي کسان د افغانستان، سوریې، ونزوئلا، جنوبي سوډان او میانمار دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت درې ورځې مخکې ازادي راډیو ته ویلي و، یوازې د روان لمریز کال له پیله په بېلابېلو ولایتونو کې نږدې ۱۸ زره کورنۍ د جګړو له امله له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.