افغان حکومت د اروپايي پانګه والو د جلبولو په هڅه کې دی

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر ډاډ څرګندوي چې د بهرنیو ځواکونو وتل به پانګونه اغېزمنه نه کړي. محمد هارون چخانسوري د ازادي راډیو په بحث کې زیاته کړې چې حکومت د لا زیاتو بهرنیو پانګه والو د جلب په هڅه کې دی. صفي الله ستانکزي دا موضوع د افغانستان د کانونو او پيټروليم له وزير محمد هارون چخانسوري او اقتصاد پوه سيد مسعود سره څېړلې.