کابل کې له ۲۰ زیات قاچاق کوونکي او د نشه‌يي موادو خرڅوونکي په جزا محکوم شول

ارشیف

د کابل ابتدائیه او استېناف محکمو څه د پاسه ۲۰ قاچاق کوونکي او د نشه‌يي موادو خرڅوونکي په جزا محکوم کړل.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه محکمې په یوه علني غونډه کې اووه کسان د نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور له اوو کالو څخه نیولې بیا تر ۲۰ کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.

دغه ډول د دې مرکز استېناف محکمې ۱۹ قاچاق کوونکي او د نشه‌يي موادو خرڅوونکي چې د ۱۵ پېښو په تړاو نیول شوي ول، په بېلابېل تنفیذي بند باندې محکوم کړل.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل، په تېره یوه اوونۍ کې امنیتي ادارو د ۱۶ کسانو دوسیې د څېړنو لپاره دې مرکز ته استولې دي.