د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون وایي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې لپاره د خبرو له لارې د سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي.
ښاغلي جانسون د سولې د هڅو او یو شمېر نورو مسایلو په تړاو یې پرون له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې صدراعظم جانسون د افغانستان د یوې باثباته او ډیموکراتیکې راتلونکې د ملاتړ لپاره د خپل هېواد په ژمنو ټینګار کړی.
بل لور ته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې محمد اشرف غني په دې ټیلیفوني خبرو کې د سولې په ټینګښت کې د بریتانیا ونډه کلیدي بللې ده.
د ارګ په اعلامیه کې دغهراز راغلي چې د بریتانیا صدراعظم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د سولې پروسې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.