د افغانستان، ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران ترکیه کې غونډه کوي 

د ترکیې د استانبول ښار یوه څنډه

ټاکل شوې د افغانستان، ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه سبا نه بله ورځ په ترکیه کې ترسره شي.

محمد حنیف اتمر همدې غونډې او د «انتالیا ډيپلوماسي مجمع» کې د ګډون په هدف پرون ترکیې ته ورسېد.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر په بلنه د انتالیا د ډيپلوماسۍ په فورم کې د ګډون په هدف ترکیې ته ولاړ. ټاکل شوې د همدې غونډې په څنډه کې د افغانستان، ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي، دی به د سیمه‌ییزو او نړیوالو شریکانو له بهرنیو چارو وزیرانو سره هم لیده کاته ولري او د افغانستان پر سولې او نورو اړوندو مسئلو به خبرې وکړي."

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د انتالیا ډیپلوماسي بحث کې د ګډون په خاطر ترکیې ته رسېدلی دی.

د انتالیا ډيپلوماسي مجمع یا غونډه نن جمعه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په وینا سره پيلېږي او دوه ورځې دوام کوي.