افغان لوبغاړی محسن رضایي د اسیا د تکواندو د ۲۴م پړاو سیالیو اتل شو

د افغانستان د تکواندو ځوان او تکړه لوبغاړی محسن رضایي

د افغانستان د تکواندو ځوان او تکړه لوبغاړی محسن رضایي د اسیا د تکواندو د ۲۴م پړاو سیالیو اتل شو.

د تکواندو ملي فدراسیون وايي، دا لومړی ځل دی چې یو افغان لوبغاړی د اسیا په کچه د تکواندو سیالیو کې اتلولي ګټي.

د دغه فدراسیون د مطبوعاتو مسؤل ذبیح‌الله شهزاد ازادي راډیو ته وویل چې د محسن رضايي لوبې په ۵۸ کیلو وزن کې وشوې.

رضایي ته چې په خپل وزن کې یې د کوېټ، پاکستان، تایوان او جنوبي کوریا سیالان مات کړل، پرون د لبنان په بیروت ښار کې د سرو زرو مډال ورکړل شو.

د اسیا د تکواندو ۲۴م پړاو سیالۍ په بیروت کې د ۲۱ هېوادونو د ۱۸۹ لوبغاړو په ګډون ترسره شوې.