ایرو اېشیا رېویو: ایا هندوستان کولای شي افغانستان کې د هوايي ځواک تشه ډکه کړي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • ایرو اېشیا رېویو

ایرو اېشیا رېویو خپرونه خپلې وروستۍ ګڼه کې لیکلي، ایا هندوستان کولای شي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان کې د هوايي ځواک تشه ډکه کړي.

د خپرونې په باور د جون تر نیمايي پورې امریکا د خپلو پاتې ځواکونو نیمايي له افغانستان څخه ایستلي دي او د دې ټولو ځواکونو د وتلو لپاره د امریکا د ولسمشر جو بایډن له‌خوا سمبولیکه نېټه د سپټمبر ۱۱مه نېټه ټاکل شوې ده.

د دې لېکنې په یوه برخه کې لولو چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو چټک وتلو د افغانستان او امریکا پالېسۍ له ګډو‌ډۍ سره مخ کړې دي.

خپرونه زیاتوي اوس چې د امریکا او ناټو ځواکونه افغانستان پرېږدي، افغان هوايي ځواک ته چې د خپلو څو مخالفو وسله‌والو ډلو په وړاندې جګړه کې مهم رول لري، ستره دنده ور ترغاړه کېږي.

که څه هم افغان هوايي ځواک یو شمېر امریکايي الوتکې او هلیکوپټرې ترلاسه کړي، خو یوه لویه برخه‌یې په روسي «مې-۱۷» الوتکو تکیه ده.

له روسیې وراخوا یوازنی هېواد چې د روسیې جنګي او نظامي الوتکو لوی کڼدکونه لري هندوستان دی. د ایرو اېشیا رېویو په وینا اوس پوښتنه دا ده چې ایا هندوستان په دې برخه کې مرسته کولای شي؟

د لیکوال په وینا دا کار کولای شي، په ډېر کم لګښت هندوستان ته په یو ډېر ستراتېژیک ځای کې د پښې ځای پیدا کړي.

د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا د ستراتېژۍ په اړه شته پوښتنو ته په پام ښايي د افغان هوايي ځواک هغه برلاسي چې اوس‌یې په هوا کې لري هم بدلون ومومي. ځکه طالبان د هوايي دفاع د پرمختللو وسلو د ترلاسه کولو په لټه کې دي او په وروستیو کې یې هم ښودلې چې ځینې الوتکې او هلیکوپټرې یې نسکورې کړې دي.

د خپرونې په وینا په داسې یو حالت کې که هندوستام اقدام وکړي، د ډیموکراسۍ د دې هېواد لپاره به چې افغانستان کې یې لویه پانګونه کړې، بده پروژه نه‌وي.

  • اتلانتیک

له امریکا خپرېدونکې اتلانتیک مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي، د یو تاریخي شرم د مخنیوي لپاره لا هم ناوخته نه‌دی.

خپرونه لیکي، په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل په بشپړېدو دي، له هغو افغانانو سره چې خپل هېواد کې یې له امریکایانو سره همکاري کړې د مرستې فرصت له لاسه وځي.

وړاندې لولو چې په وروستیو اوونیو کې د هغو افغانانو لپاره چې امریکایانو سره‌یې مرسته کړې، لرلید له اندېښنې وړ حالت څخه په کړکېچن حالت بدل شوی دی.

طالبانو څو ولسوالۍ نیولي، پر سړکونو یې پوستې جوړې کړي او ولایتي مرکزونه‌یې له ګواښ سره مخ کړي.

د خپرونې په وینا هغه ۱۸ زره افغانان چې د امریکا د ځانګړې ویزې غوښتنه‌یې کړې، ډېر ژر ښايي د تېښتې او پټېدو ځای ونه‌لري او ښايي د ساتنې لپاره‌یې نور کوم ځواک هم ونه‌اوسي.

د اتلانتیک خپرونې په وینا، دې ناورین په امریکا کې هم پاملرنه وراړولې ده، په ځانګړې توګه په مرسته کوونکو سازمانونو او ان د کانګرس په غړو کې، خو په وینا یې د امریکا د حکومت کار په دې برخه کې کافي چټکتیا نه‌لري.