د خلیج شورا: د ایران اټمي خبرو کې دې د دوی توغندويي پروګرام شامل شي

د خلیج د همکارۍ شورا

د خلیج د همکارۍ شورا د ایران په اټمي خبرو کې د دغه هېواد د توغندويي پروګرام د شاملېدو غوښتنه وکړه.

دې شورا پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه) اعلان وکړ چې د ایران له اټمي پروګرامه د دغه هېواد د توغندو د جوړولو پروګرام بېلول به خطرناکه وي.

د خلیج د همکارۍ شورا د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې په خپله غونډه کې د ویانا په خبرو اترو کې د دغو موضوعاتو د شاملېدو په اړه د نړیوالو قدرتونو د پاملرنې غوښتنه وکړه.

ایران له فرانسې، بریتانیا، جرمني، چین، روسیې، اروپايي اتحادیې او امریکا سره د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ په ویانا کې د خبرو شپږم پړاو پیل کړ.

امریکا ویلي، که ایران خپلې هغه ژمنې عملي کړي چې په اټمي موافقه کې یې کړي، دې موافقې ته بېرته ستنېږي.

امریکا په ۲۰۱۵ میلادي کال له دې موافقې ووته او پر ایران یې بندیزونه سخت کړل.

هاخوا د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون د احیا لپاره د تهران او لویدیځو قدرتونو ترمنځ په خبرو کې د پام وړ اختلافات تراوسه په خپل حال پاتې دي.

دې وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې خبرې ستونزمنې شوي او دې ته اړتیا ده چې زړورې پرېکړې وشي ځکه چې وخت ډېر نشته.

تر دې یوه ورځ مخکې د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې رییس رافایل ګروسي ویلي و چې د ایران د اټمي تړون د احیا لپاره باید انتظار وایستل شي چې په ایران کې نوی ولسمشر وټاکل شي.

ټاکل شوې چې سبا جمعه د ایران د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي او تمه ده چې نوی ولسمشر به تر دوو میاشتو پورې خپله کابینه وټاکي.