هرات کې د روميانو معياري فارم جوړ شو

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په هرات ولایت کې د روميانو معياري فارم جوړ شو.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې د روميانو دغه ستر فارم په دغه ولايت کې په ١٠٠ جريبه ځمکه کې جوړ شوى دى.

په دغه فارم کې له اصلاح شوېو تخمونو او د اوبو لګولو له پرمختللي سيستم څخه استفاده شوې ده.

چاراکي وایي، په دغه فارم کې کرل شوي تخمونه په هر هکتاره ځمکه کې له ١۵٠څخه تر ٢٠٠ مټريک ټنو پورې د حاصلاتو وړتيا لري.

د کرنې وزارت وایي، د دغه معیاري فارم په جوړولو سره لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.