د پکتیا په اریوب ځاځي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ نښتو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۷مه) سهار ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د دې ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د بیان خېلو په سیمه کې د سرحدي ځواکونو پر یوه پوسته ډله ییز برید وکړ چې د افغان هوایي او ځمکنیو ځواکونو له ځوابي غبرګون سره مخ شول.
مومند وایي، د نښتې په پایله کې د ۱۱ پاکستانيو او ۲ مشهورو قوماندانانو په ګډون ۲۷ وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۲ نور یې ټپيان شول.
د مومند په خبره په نښته کې د سرحدي ځواکونو ۳ سرتیري وژل شوي او ۶ تنه ټپیان دي.
خو یوې بلې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په دې نښته کې ۹ افغان سرتیري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
وسله والو طالبانو د دغې ادعا په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.