فرانسه: د ایران د اټمي تړون خبرو کې د پام وړ اختلافات لا شته

ارشیف، د ایران پر اټمي تړون د نړیوالو قدرتونو ترمنځ خبرې

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون د احیا لپاره د تهران او لویدیځو قدرتونو ترمنځ خبرو کې د پام وړ اختلافات تراوسه په خپل حال پاتې دي.

دې وزارت پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې خبرې ستونزمنې شوې او دې ته اړتیا ده چې زړورې پرېکړې وشي، ځکه چې وخت ډېر نشته.

تر دې یوه ورځ مخکې د نړیوالې اټمي انرژۍ د ادارې رییس رافایل ګروسي ویلي چې د ایران د اټمي تړون د احیا لپاره باید دې منتظر شو چې په ایران کې نوی ولسمشر وټاکل شي.

ټاکل شوې چې سبا جمعه د ایران د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي او تمه ده چې نوی ولسمشر به تر دوو میاشتو پورې خپله کابینه وټاکي.