درې چینایي ستورمزلي د فضایي اډې پر لور روان شول

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

درې چینایي ستورمزلي یا فضا نوردان نن په یوه فضایي بیړۍ کې د چین د فضایي اډې پر لور روان شول.

دغه درې ستورمزلي به چې دوه یې تجربه لرونکي دي، درې میاشتې د چین د فضایي اډې په تیانهي نومې برخه کې چې د دې اډې اصلي برخه ده، تېرې کړي.

دوی به په دې فضایي اډه کې څېړنې کوي، نوي وسایل به ازمویي او راتلونکي کال به له دې اډې سره د دوو نوېو مودولونو یا خونو د یوځای کېدو لپاره تیاری نیسي.

د شینزو ۱۲ په نوم د دوی د سپرلۍ فضایي بېړۍ چې د چین له شمال لویدیځ د جیوکوان له فضایي مرکزه د یوه توغندي په وسیله توغول شوې وه، د یوه لنډ واټن له وهلو وروسته ترې جلا شوه او له مهال ویش سره سم د ځمکې مدارته ننوته.

چین په پام کې لري چې په راتلونکي یو نیم کال کې ۱۱ نور فضایي ماموریتونه هم ترسره کړي، څو د تیانګونګ فضایي بیړۍ د نصبولو کار بشپړ کړي.