افغانستان له اسلامي هېوادونو د نوې ټکنالوژي په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه. د ساینس، ټکنالوژي او ابتکار په نوم د اسلامي همکاریو د سازمان په نوښت دوهمې غونډې ته چې پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه) په انلاین بڼه ترسره شوه.
په دې غونډه کې ولسمشر اشرف غني وویل: "په لنډه موده کې د اسلامي همکارۍ سازمان کولی شي چې د ډیجیټلي تجربو په برخه کې غړیو هېوادونو ته د انلاین سوداګري، انلاین تعلیم او د همکاریو په ډګر کې اسانتیاوې چمتو کړي، څو د افغانستان په څېر هېوادونه ډېره ګټه ترې واخلي."
د اسلامي همکاریو سازمان ورته لومړۍ غونډه په دوه زره اوولسم کال کې په قزاقستان کې جوړه کړې وه چې هغه وخت د غړیو هېوادونو استازیو له نژدې په غونډه کې برخه اخېستې وه.
پرونۍ غونډه د متحد عربي اماراتو په کوربتوب، انلاین ترسره شوه.