د بهرنیو چارو وزارت ننګرهار کې د واکسیناتورانو په وژنه کې طالبان ملامت کړل

ننګرهار کې تېره ورځ د یوه وژل شوي واکسیناتور مړی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د واکسیناتورانو د وژلو په خاطر وسله‌وال طالبان ملامت کړل.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د هغه څه مخه ونیسي چې دغه وزارت د طالبانو جنایت بللی دی.

په خبرپاڼه کې د دې ډول پېښو د عاملانو پر محاکمه کېدو ټینګار شوی دی.

طالبانو د ننګرهار د پېښې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.