بسم‌الله محمدي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت 'سرپرست' وټاکل شو

بسم‌الله محمدي

بسم‌الله محمدي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

یوه باخبره حکومتي سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي د هغه ګومارنه تأییدوي.

په ورته وخت کې په افغان حکومت کې یوه بله باخبره سرچینه چې نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له امله‌یې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وايي چې ټاکل شوې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه د ښاغلي محمدي ګومارنه تر سبا وروستۍ شي.

دا په داسې حال کې د مسعود اندرابي له لیرې کېدو جمهور رئیس غني حیات‌الله حیات د دغه وزارت د سرپرست په توګه ګمارلی و چې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له تند غبرګون سره مخ شو.

بسم‌الله محمدي پخوا هم د افغانستان د کورنیو چارو وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.