د مسکو او واشینګټن ترمنځ د ترینګلتیا اوج کې د بایډن او پوتین لېدنه
Your browser doesn’t support HTML5
د امریکا جمهور ریس جو بایډن او د روسیې جمهور ریس ویلادیمیر پوتین په داسې حال کې له یو بل سره ګوري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تر سړې جګړې راهېسې تر ټولو ټېټې کچې ته راغلي دي.
دواړو مشرانو نن په جېنوا کې سره وکتل. دا د جمهور ریس په توګه د بایډن له پوتین سره لومړنۍ لیدنه ده. څو میاشتې مخکې بایډن ویلي وو باور لري چې پوتین یو قاتل دی.
نن په جېنوا کې د سویس جمهور ریس گای پَرمیلین پوتین او بایډن ته هرکلی ووایه او هیلمندي یې وښوده چې د دوی دا لیدنه ګټوره وي.
بایډن د امریکا پنځم جمهور ریس دی چې له پوتین سره لیدنه کوي.