افغانستان او ازبیکستان د سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي دي.
د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، په دې اړه د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف پرون سې شنبه ( د غبرګولي په ۲۵مه) د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر سره ولیدل.
د خبرپاڼې له مخې، دوی د افغانستان د سولې پر پروسې، د منځنۍ او جنوبي اسیا نړیوال کنفرانس ته د تیارۍ پر بهېر او دغه راز د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ پر اقتصادي او تجارتي اړیکو خبرې وکړې.