په امریکا کې د 'الزایمر' واکسین د ازموینې پایلې بریالۍ وې

دا واکسین نیورو ساینس په نوم شرکت جوړ کړی

په امریکا کې د الزایمر یا هېرې د واکسین د کلنیکي ازموینې د دوهم پړاو پایلې بریالۍ وې.

دا واکسین نیورو ساینس په نوم شرکت چې د الزایمر یا هېرې د ناروغۍ د درملنې په برخه کې فعالیت کوي جوړ کړی دی.

نیور ساینس په وروستیو کې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره خپل واکسین وازمایه چې نتیجه یې تر ډېره بریالۍ وه.

اوس دا واکسین په ۸ هېوادونو کې پر ۱۹۶ رضاکارانو ازمویل شوی دی.

لومړنۍ نتیجې ښيي چې واکسین منفي عوارض نه لري او د ناروغ په بدن کې داسې انټي باډي رامنځته کوي چې د یو ډول پروتین د جوړېدو سبب کېږي چې د الزایمر له ښه کېدو سره مرسته کوي.