بریتانیا: له ایران سره اټمي هوکړه کې د بریالیتوب تضمین نشته

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وايي، له ایران سره د اټمي موافقې په برخه کې له څرګندو پرمختګونو سره سره لا هم په خبرو کې د بریالیتوب تضمین نه شته.

ډومینیک راب پرون سې شنبه (د غبرګولي په ۲۵مه) د خپل هېواد پارلمان ته په خبرو کې وویل، د ایران اسلامي جمهوریت په منظم ډول د اټمي موافقې د ګډ اقدام جامع پروګرام ته ژمن نه دی.

نوموړی وايي، بریتانیا له خپلو اروپايي شریکانو، امریکا او روسیې سره همکاري کوي، خو په وینا یې اړتیا ده چې ایران په بشپړ ډول د اټمي هوکړې ټولې ژمنې پر ځان تطبیق کړي.