په کندهار کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت یو کانال بشپړ شو

کندهار کې لوی کانال

په کندهار کې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو د یو لوی کانال پروژه بشپړه شوه.

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت ویاند محمد رفیق جنبش نن چهارشنبه (د غبرګولي په ۲۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه پروژه د اسیا پراختیايي بانک او 'IFAD' له لوري تمویل شوې ده.

د دغه کانال کار د نږدې یو کال په موده کې د ٣٠ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو د کانال د پروژې له خوا بشپړ شوی دی.

نوموړي وویل چې د دغې پروژې په ترڅ کې سلګونو کسانو ته کاري زمینې برابرې شوي او د سیمې ۲۳۸۰۰ اوسیدونکي به ترې ګټه پورته کړي.

د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په حاجیانو کلي کې د ۵۱۶۷ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو د دې پوخ کانال کارونه نن بشپړ شول.

د یادونې وړ ده چې دغه پروژه به د سیمې ۵۷۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راولي.