افغان چارواکي: ۳۳ سلنه افغانان د خوړو له نشتونه کړیږي

ارشیف، په یوه پنډغالي کې افغان کډوال

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، دا مهال ۳۳ سلنه افغانان د خوړو له نشتونه کړېږي.

دا خبرې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال شېرشاه امیري، نن چهارشنبه (د غبرګولي په ۲۶مه) د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې 'FAO' او مرستندویو هېوادونو په ۴۲ مه غونډه کې د ویډیو کنفرانس له لارې وکړې.

نوموړي وویل چې له پنځو کلونو ښکته ۴۰ سلنه ماشومان د خوارځواکۍ په ستونزه اخته دي او ۵۵ سلنه هم د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

ښاغلي امیري وویل، دوی د بې وزلۍ او خوار ځواکۍ سره د مبارزې په پار د افغانستان د اوبو لګولو د سیسټمونو او د بڼوالۍ او مالدارۍ محصولاتو د پیاوړتیا او د طبي بوټو د مرکزونو جوړولو په پار د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مرستې او همکاریو ته اړتیا لري.

د افغانستان د کرنې په برخه کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې 'FAO' هم له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی.