د هرات په انجیل ولسوالۍ کې وسله والو د یوې کورنۍ پر غړو هغه مهال ډزې کړي چې د یوه پارک دننه د شپې ډوډۍ ته ناست وو.
کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه کې دوه مېرمنې او یو ماشوم وژل شوی دی او د همدې کورنۍ ۱۱ نور غړي چې ښځې او ماشومان هم په کې دي، ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، پېښه تېره شپه په نوبادام سیمه کې شوې، خو لا معلومه نه ده چې انګېزه یې څه وه او د چا له خوا ډزې شوي دي؟
د تاوتریخوالي اړوند بل خبر دا دی چې بدخشان کې د سیمه ییزو پاڅونوالو یو قوماندان له شپږو ساتونکو سره وژل شوی دی.
والي زکریا سودا ازادي راډیو ته ویلي چې دا کسان تېره شپه په کشم ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل شول چې طالبانو یې له څو لورویو پر پوستې برید وکړ.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.