د وسله والو طالبانو له خوا د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ د ودانۍ نړول کېدو عکس العملونه پارولي دي.
د فراه ولایت یوه امنیتي سرچینه د نوم نه ښوولو په شرط تاییدوي چې د اناردرې ولسوالۍ ودانۍ د طالبانو له خوا نړول شوې ده.
په هغه ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خبریالانو خپره کړې، ښکاري چې طالبان دغه څو پوړیزه ودانۍ په بمونو نړوي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر پرون په ټویټر کې لیکلي، طالبان د چا او څه شي استازیتوب کوي؟
مېرمن اکبر پوښتنه کړې چې په یوه لېرې پرته او نېستمنه سیمه کې د یوې ودانۍ نړول د طالبان کوم پیغام په ډاګه کوي؟
طالبانو په وار- وار په خپلو اختریزو پیغامونو کې عام المنفعه تاسیساتو ته د زیان نه اړولو ژمنې کړې دي.