اترا: افغانستان کې د مخابراتي شبکو ۵۱ پایې تخریب شوي

د مخابراتي شبکو پایې

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا) وايي، د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د مخابراتي شبکو ۵۱ پایې په بشپړ یا نسبي ډول تخریب شوي دي.

د دغې ادارې ویاند سعید شینواري پرون سې شنبه (د غبرګولي ۲۵مه) ازادي راډیو ته وویل: "د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې د ټول هېواد په سطحه، د جګړو، ناامنیو او امنیتي تهدیدونو له امله ۵۱ مخابراتي ټاورونه په بشپړ یا نسبي ډول تخریب شوي دي. په دې کې هغه سایټونه هم راځي چې د اترا ادارې په مالي لګښت جوړ شوي دي."

اترا وايي، تېر لمریز کال ۳۰۸ مخابراتي ټاورونه په بشپړ یا نسبي ډول له منځه وړل شوي او دغه سکټور ته یې تر ۱۷ میلیون ډالرو پورې زیان اړولی دی.