د ترکیې ولسمشر اذربایجان ته په خپل سفر کې نګرنو-قره باغ ته ولاړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، اذربایجان ته په خپل سفر کې د نګرنو-قره باغ هغه سیمه هم وکتله چې ادارې یې له ارمنستان څخه اذربایجان ته سپارلې ده.

اردوغان باکو ته له رسېدو وروسته د نګرنو قره باغ په جنوب ختیځ کې فوزولي سیمې ته لاړ چې ۳۰ کاله وروسته اذربایجان ته سپارل شوې ده.

د ترکیې ولسمشر له خپل اذربایجاني سیال الهام علییف سره وکتل او دواړه سوسا سټراتیژیک ښار ته هم لاړل.

ارمنستان او اذربایجان پر بېلتون غوښتونکې سیمې نګرنو قره باغ د شپږو اوونیو تر جګړې وروسته په تېره نومبر میاشت کې د روسیې په منځګړیتوب پر اوربند موافقه وکړه.

د هغې جګړې له کبله ځینې سیمې چې له ۹۰یمو کلونو راهیسې د ارمنستان په کنټرول کې وې، اذربایجان ته وسپارل شوې.

ترکیه له اوږدې مودې راهیسې د ارمنستان رقیب دی، خو د اذربایجان له کلیدي ملاتړو ګڼل کېږي.