د سربیا او کاسوو د رهبرانو د خبرو لومړی پړاو ناکام شو

د سربیا او کاسوو رهبران

د سربیا او کاسوو د رهبرانو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو ناکام شو.راپورونه وايي، دواړو رهبرانو پرون په بروکسل کې سره وکتل او د اړیکو د عادي کولو لپاره یې په خبرو کې کوم پرمختګ ونه شو.

د سربیا او کاسوو رهبرانو کال مخکې هم تر یوې لسیزې وروسته سره کتلي وو، خو د دوی په کتنه کې هغه وخت هم پرمختګ نه و شوی.

کاسوو په ۲۰۰۸میلادي کال کې له سربیا خپله خپلواکي اعلان کړه چې د امریکا په ګډون تر ۱۰۰ زیات هېوادونه یې په رسمیت پېژني.