ارګ: پاکستان طالبانو سره ژورې اړیکې لري، د سولې لپاره دې ترې کار واخلي

ارګ

د افغانستان جمهوري ریاست پاکستان له طالبانو سره په ژورو اړیکو لرلو تورن کړ او له اسلام اباده یې وغوښتل چې له طالبانو سره له خپلو اړیکو په استفاده په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره عملي ګامونه واخلي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند محمد امیري دا څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د تازه خبرو په ځواب کې وکړې.

ښاغلي امیري زیاته کړه: "زیات شواهد له طالبانو سره د پاکستان د ژورو اړیکو څرګندويي کوي. د دې وخت راغلی، پاکستاني چارواکي د خبرو پرځای هغسې چې په وار- وار ژمنه کړې پر طالبانو له خپل نفوذه د پایداره سولې د ټینګښت لپاره کار واخلي، د جګړې د ختمېدو او د دایمي اوربند د ټینګېدو لپاره عملي ګامونه واخلي او د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي."

افغانستان تردې مخکې هم پاکستان د طالبانو په ملاتړ او د افغانستان په چارو کې په لاسوهنه تورن کړی، خو اسلام اباد دغه تورونه رد کړي دي.

د وسله والو طالبانو ویاندویانو له پاکستان سره د دې ډلې د اړیکو په باب د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه، خو دغې ډلې مخکې له پاکستان سره د ارتباط لرل رد کړي وو.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دغه خبرې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د توندو څرګندونو په ځواب کې وکړې.

شاه محمود قریشي ویلي اشرف غني دې امریکا ته په خپل سفر کې د ټولو ناکامیو مسوول پاکستان نه ګڼي.

ښاغلي قریشي تېره دوشنبه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته ویلي، په داسې حال کې چې ولسمشر محمد اشرف غني امریکا ته ځي، خو په دې سفر کې دې د ټولو ناکامیو مسوول پاکستان نه ګڼي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمد الله محب د تورونو په ځواب کې توندې څرګندونې کړې وې.

ښاغلي محب په وروستیو کې پاکستان د افغانستان پر وړاندې د نااعلان شوې جګړې په پرمخ بېولو او د طالبانو په ملاتړ تورن کړی و.​حمد‌الله محب مشاور امنیت ملی افغانستان

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میرویس ناب پرون سې شنبه (د غبرګولي ۲۵مه) په کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره په کتنه کې له هغه څخه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د دغو خبرو په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه.

تر دې مخکې ځینو پاکستاني چارواکو ویلي، دوی له افغان طالبانو سره اړیکې لري، خو کنټرول نه ورباندې لري.

خو د پاکستان صدراعظم عمران خان دوې اوونۍ مخکې له رویټرز اژانس سره په مرکه کې ویلي وو، حکومت یې نور د افغانستان په اړه د ستراتیژیک عمق هغه پالیسي نه تعقیبوي چې مخکنیو حکومتونو تعقیب کړې، بلکې په دې هېواد کې د هر هغه حکومت چې د افغانانو له خوا انتخاب شوی وي، ملاتړ کوي.