افغانستان د ناټو سرمشریزې د اعلامیې هرکلی وکړ

د ناټو سرمشریزې څنډه کې د ناټو غړو هېوادونو مشران

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ناټو د سرمشریزې د اعلامیې هرکلی وکړ.

د ناټو مشرانو پرون په بروکسل کې تر غوندې وروسته په خپله اعلامیه کې وویل چې په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې د لاسته راوړنو د ساتنې په خاطر د افغانستان د خلکو او حکومت ملاتړ کوي، همداراز د افغانستان په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو او د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو حمایت کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې ترهګري لا هم د افغانستان او د ناټو د غړو هېوادونو د امنیت لپاره یوه ګواښ دی چې له دې سره مبارزه، د افغانستان او ناټو ترمنځ دوامداره او ستراتېژیکو همکاریو ته اړتیا لري.