د چک جمهوریت: افغانستان سره به مو مرستې جاري وي

د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر یاکوب کولهانیک

د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر یاکوب کولهانیک نن سې شنبه (د غبرګولي ۲۵مه) په پراګ کې د افغانستان د سفارت په نوښت جوړ شوي د افغان – چک – سلواک د سوداګرۍ او پانګونې فورم ته په وینا کې وویل چې هېواد یې له افغانستان څخه خپل عسکر راباسي، خو د دې معنی دا نه ده چې دوی افغانستان پرېږدي.

ښاغلي کولهانیک زیاته کړه چې چک جمهوریت به له افغانستان سره په تخنیکي،‌ مالي، اقتصادي،‌ تعلیمي او تجارتي برخو کې مرستو ته دوام ورکړي.‌

هغه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او چک جمهوریت ترمنځ د سوداګرۍ د شتو فرصتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل، دواړه هېوادونه لېوال دي چې په خپلو کې اړیکې پراخې کړي او د دوی حکومت ژمن دی چې له خپل لورې هر راز ممکنه همکاري وکړي.