چارواکي: د  خاص ارزګان ولسوالۍ اداري چارې، پوځي اډې ته انتقال شوي

ارشیف، ارزګان

د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ اداري چارې، پوځي اډې ته انتقال شوي دي.

په خاص ارزګان کې د ملي اردو د کنډک قوماندان خان محمد ازادي راډیو ته وویل چې بازار پخوا هم له طالبانو سره و: "د امنیه قومانداني پرسونل موږ د کمپ څنګ ته را انتقال کړی دی. د ولسوالۍ ودانۍ د استفادې وړ نه وو، ځکه چې تخریب شوې وه، ویجاړه شوې وه."

خان محمد زیاته کړه چې تېره شپه یې په سیمه کې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي او اووه طالبان یې وژلي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د خاص ارزګان د ولسوالي مرکز یې نیولی دی او پولیس د ملي اردو کمپ ته په شا شوي دي.