پکتيا کې د ۱۴ ميلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو شبکه جوړیږي

پکتيا کې د اوبو لګولو شبکه

په پکتيا کې د څه باندې ۱۴ ميلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه (د غبرګولي ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه پروژه د کرنې او خوړو خونديتوب بېړنۍ پروژې 'EATS' له خوا د پکتیا مرکز ګردېز کې پلي کېږي.

د ښاغلي رستمي په خبره، د اوبو لګولو دغه شبکه به د یو کال په موده کې بشپړه شي چې په جوړېدو سره به ېې ۱۰۷۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.

نوموړی وایي، د دغه ولایت ډېری خلک په کرنه بوخت دي او هڅه روانه ده چې د دوی د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره اړینې پروژې پلي کړي.

د وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د کانال د جوړېدو پر مهال به د سیمې ۱۱۰۰ تنو اوسیدونکو ته کاري زمینې برابرې شي چې ترې به مستقیمه ګټه واخلي.

له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنه د اوبو ضایعاتو مخه ونیول شي او بزګران به د کرنیزو ځمکو د اوبو کولو په برخه کې هوسا شي.