چارواکي: د چک او سلواک پانګه وال دې افغانستان کې پانګونه وکړي

د افغانستان،چګ او د سلواک چارواکي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزیر د چک او سلواک له پانګه والو وغوښتل چې په افغانستان کې په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي.

د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن سې شنبه (د غبرګولي ۲۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې نثار احمد غوریاني دا څرګندونې د افغانستان ــــ چک او سلواکیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې لومړنۍ ناسته کې وکړې.

نوموړي وویل چې دا ناسته د چک جمهوریت د لومړي وزیر، په کوربه توب د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني او ورسره پلاوي په ګډون یادو دوه اروپایي هېوادنو سره د سوداګریزو اړېکو د پراختیا په موخه پرون دوشنبه(د غبرګولي ۲۴مه) د چک جمهوریت په پراګ کې پای ته ورسېده.

نوموړی وايي، په دغې دوه ورځنۍ ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني او د هغه مل پلاوي د چک جمهوریت او سلواکیا هېواد، د دولتي او خصوصي سکتور چارواکو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د سوداکرۍ او صنعت وزارت وايي، د دې ناستې په بهیر کې ښاغلي غوریاني او ورسره مل پلاوي د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د چک جمهوریت او سلواکیا هېواد د خصوصي سکتور استازو سره د افغانستان د اقتصادي، صنعتي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا په اړه هم خبرې کړي.