افغانستان ایران ته د افغان کډوالو په اړه خپله اندېښنه ښودلې

ارشیف، افغان کډوال

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، تهران کې یې د افغانستان سفارت ته نژدې د یو شمېر افغانانو د نیول کېدو په اړه ایراني چارواکو ته خپله اندېښنه ښودلې.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا موضوع له ډيپلوماتیکو لارو تعقیبوي او په خبره یې ایراني چارواکو هم د هر اړخیزې ارزونې ډاډ ورکړی دی.

د راپورونو له مخې یوه ډله افغان کډوال وړمه ورځ په تهران کې د افغانستان د سفارت له مخې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د افغانستان حکومت د ایراني ځواکونو له خوا د نیول شوېو افغانانو شمېر نه دی مشخص کړی، خو ویلې یې دي، وروسته به یې له رسنیو سره جزییات شریک کړي.

د ایراني چارواکو له ژمنو سره سره وخت نا وخت دغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره د زور زیاتي ورته پېښې کېږي.