خلیلزاد د قزاقستان له ولسمشر سره پر افغان سولې غږیدلی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د قزاقستان ولسمشر جومارت توقاییف

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړې استازي پرون دوشنبه(د غبرګولي ۲۴مه) د قزاقستان له ولسمشر سره په افغان سوله کې د دې هېواد د همکارۍ پر موضوع خبرې وکړې.

په دې کتنه کې چې پرون دوشنبه په پلازمېنه نور سلطان کې ترسره شوه، زلمي خلیلزاد او قاسم جومارت توقاییف په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین په برخو کې په تېره بیا له دې هېواده د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا د متحدو ایالاتونو او قزاقستان د ستراتیژیکي همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د قزاقستان د رسنیو د راپورونو له مخې خلیلزاد په افغانستان او مرکزي اسیا کې د سولې د تامین لپاره په نړیوالو هڅو کې د قزاقستان هڅې وستایلې.

د قزاقستان ولسمشر هم ویلي چې د روسیې، چین او د نورو هېوادونو او نړیوالو سازمونو له مشرانو سره یې تل د افغانستان مساله راپورته کړې ده.

قزاقستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته دې ته اندېښنه لري چې ښایي له افغانستانه د سخت دریځو وسله والو فعالیتونه د دوی هېوادونو ته وغځیږي.